Echo

Weekly Updates

Let's join our newsletter!

Do not worry we don't spam!

لیــــکوال: ډاکتر محمد عثمان نظامي

نیټــــــه: 2025-08-11

لومړی لوست

اسلام او ساينس   ||   اسلام، الحاد او ساينس

قرآن صرف دوه علوم مني د ساينس علم او د وحې علم. الله تعالی آدم علیه السلام ته دا دواړه علوم ورکړي و. الله تعالی فرمايې: ﱠ ﱡ ﱢ ﱣ  (البقرة: ٣١)   ژباړه: او الله تعالی آدم علیه السلام ته د ټولو شیانو نومونه ور وښودل. پوهېږو، چې د شیانو علم په حافظه کې د نومونو په شکل ذخیره کېږي. ځکه ترڅو پورې چې د يو شي په باره کې علم نه وي، نوم يې هیڅ معنی نه لري. د بېلګې په توګه، که يو سړی د فیل په باره کې علم نه لري يعنې نه يې لیدلی وي او نه يې د فیل په باره کې له چا نه اورېدلي وي؛ نو دي سړي ته د فیل نوم بې معنی دی. که هر څومره ورته د فیل نوم واخيستل شي، خو په ذهن کې يې د هیڅ شي نقشه هم نه راځي. خو که چېرته يې فیل لیدلی وي يا يې له چا نه اورېدلي وي، نو د فیل د نوم په اورېدلو سره يې سمدستي په ذهن کې د فیل پوره نقشه راځي. نو په حقیقت کې آدم علیه السلام ته د ټولو شیانو علم ورکول شو. چې د اوسني علم په مرستې سره ويلی شو، چې زمونږ کروموزوم او جينونو (Gens) ته د هر شي د کولو او د هر شي د زده کولو استعداد، صلاحیت او ظرفیت ورکول شو. همدارنګه الله تعالی انسان ته عقل، د اورېدلو، لیدلو او غور او فکر کولو صلاحیت او استعداد هم ورکړ. نو له آدم علیه السلام نه وروسته چې، څومره وخت تېرېدلو، انسان د دې صلاحیتونو په استعمالولو سره ورو ورو پرمختګ کولو. آسونه او اوښان په هوايي او بحري جهازونو بدل شول، تیليفون، موبايل، راډيو، تلويزيون، جینیټیک کوډ، ډي اين ای (DNA) او د کايناتو ډېر رازونه کشف شول. د سپوږمۍ او مريخ يا مارس پورې انسان ورسېد. مګر له دې ټولو سره سره بیا هم د ساينس علم مکمل او پوره نه دی او د هرې پوښتنې حل او ځواب په کې نشته او نور وخت او تحقیقاتو ته ضرورت لري. همدارنګه د وحې علم، چې د پیغمبرانو پواسطه الله تعالی انسانانو ته رالېږلی، هم هر څومره چې انسان پرمختګ کولو، نو الله تعالی هم د انسان د استعداد مطابق نوي نوي احکام ځمکې ته رالېږل، چې بالآخره د وحې د علم وروستنی کتاب قرآن کريم دی. خو د ساينس د علم برعکس د قرآن علم مکمل او پوره دی، او تر قیامته پورې د هرې پوښتنې ځواب او د هر مشکل او هرې مسئلې حل په کې شته دی. پوه شو، چې د وحې علم يعنې قرآن او د ساينس علم دواړه د الله تعالی له طرفه دي. نو دا دواړه علوم قطعاً يو د بل خلاف او ضد نه دي بلکې يو بل سپورټ او تايیدوي. ځکه، چې قرآن د الله تعالی قول دی او کاينات د الله تعالی فِعل دی او د الله په قول او فِعل کې فرق نه وي. د کايناتو مطالعه کول او پېژندل ساينس دی. نو حقیقي ساينس، چې په مشاهده او تجربه ولاړ وي يعنې تیوري او فرضیه نه وي هیڅکله د قرآن مخالفت نه کوي. ساينسدان غلطي کولای شي خو حقیقي او واقِعي ساينس هیڅکله غلطېدلای نشي مثلاً ۱۴۰۰ کلونه مخکې د وحې علم يا قرآن فرمايي چه کاينات لويېږې. مګر ساينسدانانو د شلمې پېړۍ پورې ويل، چې کاينات نه لويېږې، چې دا د ساينسدانانو غلطي وه، نه د ساينس، ځکه چې، حقیقي ساينس په شلمه پېړۍ کې ثابته کړه چې کاينات لويېږې او د وحې د علم يا قرآن تائید يې وکړ. په آخر کې بايد ووايو، چې د وحې د علم يعنې قرآن د قانون مطابق په کايناتو کې اوسېدل او د کايناتو نه استفاده کول دين دی. او د کايناتو مطالعه او پېژندل ساينس دی. فلهذا ساينس د دين څخه بېل نه دی، خو متاسفانه اکثره لوی لوی ساينسدانان په دين او قرآن نه پوهېږي، او اکثره ديني علماء په ساينس نه پوهېږي، او ځيني خو لا دا فیصله هم نشي کولای، چې د ساينسي علومو د زده کولو اجازه ورکړي او که نه؟

و ما علینا إلا البلٰغ المبین

ادامه لري...


مخکينۍ موضوع: د عقل او وحې همغږي: اسلام او ساينس

.