نیټــــــه: 2025-05-03

نوم: اسحاقي 

د اوسېدو ځاى(پاکستان کلا عبدالله ) 

سوال :  زه له دوبۍ څخه د ترانسپورټ کار کوم، په دوبۍ کي یو نفر ماته کانټینر دسامان څخه ډک راکوي او زه ئې په افغانستان کي ورکوم او د دغه ګیراک سره زه کرایه په ډالرو خلاصوم، کله چي په افغانستان کي کنټینر وته تسلیم سي نو ګیراک و ماته حساب راکوي خو حساب په لاندی شکل راکوي: مثلاً زما په ده پسی ۴۰۰۰ ډالره وي او دی ماته په افغانستان کي افغانۍ راکوي او په روزانه نرخ ئې سره تبادله کو خو د ده له له طرفه نقدي نه وي و ماته د بانک چیک راکوي دا مسئله څنګه ده؟  

 جواب : حامداً و مصلياً

ستاسي معامله بیع صرف ده او په بیع صرف کي قبض د دواړه  طرفه  په مجلس کي ضروری دی  او دلته تا افغانۍ په مجلس کي نه دي قبض کړي، نو ستاسو دا معامله صحت نه لري، او د چیک قبضول کفایت نه کوي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(١):  اتفق الفقهاء على أنه يشترط في الصرف تقابض البدلين من الجانبين في المجلس قبل افتراقهما............. والأصل في ذلك قوله صلى الله عليه وسلم : الذهب بالذهب مثلا بمثل يدا بيد. الحدیث. الموسوعة الفقهیة: ج۲۶، ص۳۵۰.

(۲):  فلا تكفي الحوالة وإن حصل القبض بها في المجلس. الموسوعة الفقهیة: ج۲۶، ص۳۵۱.

(۳):إذا كان لا بد من قبض عوضي الصرف قبل افتراق العاقدين عن المجلس، فإنه يترتب عليه عدم جواز الإبراء أو الهبة أو الاستبدال أو المقاصة بثمن الصرف. الفقه الاسلامي: ج۴، ص۶۳۹. 

جواب: مولوي عبدالهادي اغا

الجواب صحيح: مولوي سید عبدالباري  و مولوي عبدالغفار حسيني

تعليم الاسلام دارالافتاء

کندهار افغانستان

.