نیټــــــه: 2025-06-11

نوم: حکیم خان

سوال : هغه قران کریم چي په کمپیوټر کي وي د هغه قران کریم سره چي په کمپیوټر کي نه وي، د تلاوت په ثواب کي ئې کوم فرق سته او که نه؟ 

 جواب : 

حامداً و مصلياً

په کمپیوټر کي د قرانکریم تلاوت کول ثواب لري، د تلاوت ثواب ئې د هغه قرانکریم سره چي هغه په کمپیوټر کي نه وي، فرق نه لري، البته په کمپیوټر یا موبائل کي د قرانکریم سره د نورو غیر شرعي شیانو لکه فلمونه، سروزونه، غزلي او داسي نور ثبتول جائز نه دي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(١):  موبائل کا استعمال: احکام  ومسائل: ص۴۳، مکتبه عمر فاروق کراچي.

جواب: مولوي سيد عبدالباري

الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني

تعليم الاسلام دارالافتاء

کندهار افغانستان


.